سورت يونس، آیت 4

10:4

إِلَيۡهِ مَرۡجِعُكُمۡ جَمِيعٗاۖ وَعۡدَ ٱللَّهِ حَقًّاۚ إِنَّهُۥ يَبۡدَؤُاْ ٱلۡخَلۡقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ بِٱلۡقِسۡطِۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمۡ شَرَابٞ مِّنۡ حَمِيمٖ وَعَذَابٌ أَلِيمُۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡفُرُونَ ٤

10-4 خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي په انصاف سره بدله وركړي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه

تفسیر

د قيامت په ورځ مو يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، ترڅو مو د کړنو بدله درکړي، الله له خلکو سره داسې رېښتيني ژمنه کړې چې مخالفت يې نه کوي، بېشکه هغه پر دغه ځواکمن دی، د مخلوق را منځته کول پرته له مخکينۍ بېلګې پيلوي، بيا يې له مرګ وروسته راګرځوي، ترڅو هغه پاک ذات په عدل هغو کسانو ته بدله ورکړي چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی له نېکيو څه نه کموي او نه يې په بديو کې څه ورزياتوي، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر پېغمبرانو يې کفر کړی، هغوی لره د څښاک سختې ګرمې اوبه دي چې کولمې يې پرې کوي، پر الله او پېغمبرانو يې د کفر له امله هغوی لره دردوونکې سزا ده.