سورت يونس، آیت 100

10:100

وَمَا كَانَ لِنَفۡسٍ أَن تُؤۡمِنَ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَيَجۡعَلُ ٱلرِّجۡسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعۡقِلُونَ ١٠٠

10-100 او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) د الله سره او هغه ( الله) عذاب پر هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي

تفسیر

او هيڅوک نشي کولی چې له خپل لوري ايمان راوړي خو دا چې د الله اراده وشي؛ نو ايمان راوړل يوازې د الله په خوښه راځي، ستا نفس دې پر هغوی د افسوسونو له امله له منځه نه ځي، الله سزا او رسوايي پر هغو خلکو ګرځوي چې د هغه حجتونه، برهانونه، حکمونه او نواهي نشي درک کولی.