لَقَدۡ حَقَّ ٱلۡقَوۡلُ عَلَىٰٓ أَكۡثَرِهِمۡ فَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ ٧
36-7 یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي
تفسیر
او له شک پرته پر ډېری دغو خلکو د الله له لوري عذاب رېښتيا شو، وروسته تردې چې هغوی ته د الله له لوري د خپل رسول په ژبه يې حق ورسېدلو، نو هغوی ايمان پرې را نه وړ، او پر خپل کفر پاتې شول، چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه راوړي او نه پر هغه حق پوهيږي چې ورته راغلی دی.