سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡأَزۡوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ وَمِنۡ أَنفُسِهِمۡ وَمِمَّا لَا يَعۡلَمُونَ ٣٦
36-36 پاكي ده هغه ذات لره چې دغه ټولې جوړې يې پیدا كړي دي، له هغو څیزونو نه چې ځمكه يې زرغونوي او د دوى له نفسونو نه او له هغو څیزونو نه چې دوى يې نه پېژني
تفسیر
پاکي ده او لوړ دی هغه ذات دی چې د نباتاتو او ونو انواع یې پېدا کړې دي، او د خلکو له ځانونو څخه چې نارینه او ښځینه یې پېدا کړي، او هغه چې خلک یې لا نه پېژني د الله له مخلوقاتو څخه په وچه او سمندر کې او له دې دواړو پرته.