Wa man yattaqillaha yaj'al lahu makhraja

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

فَإِذَا بَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ فَارِقُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖ وَأَشۡهِدُواْ ذَوَيۡ عَدۡلٖ مِّنكُمۡ وَأَقِيمُواْ ٱلشَّهَٰدَةَ لِلَّهِۚ ذَٰلِكُمۡ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مَخۡرَجٗا ٢

65-2 نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي

تفسیر

کله چې هغوی د عدت تېرېدلو ته نېږدې شي؛ نو بيا په خوښه او ښه توګه هغوی ته رجوع وکړئ، او يا هغوی ته رجوع کول پرېږدئ ترڅو يې عدت تېر شي او د خپلو ځانونو د چارې څښتنانې شي، هغوی ته يې د حقوقو له ورکړې سره، او کله چې هغوی ته د رجوع کولو او يا بېلولو اراده ولرئ؛ نو دوه عادل کسان د ې د شخړې ختمولو لپاره له تاسو څخه شاهدي ورکړي، او اې شاهدانو! شاهدي د الله د خوښۍ لټولو لپاره ورکړئ، دغه ياد شوي د الله حکمونه د هغه چا لپاره بيانيږي څوک چې پر الله ايمان لري، او د قيامت په ورځ ايمان لري، ځکه همغه داسې څوک دی چې له يادولو او نصيحت څخه ګټه اخلي، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به هغه لره له هغه تنګۍ او ستنوزې څخه د وتلو لار پيداکوي چې پکې اخته کيږي.

وَيَرۡزُقۡهُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَحۡتَسِبُۚ وَمَن يَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِ فَهُوَ حَسۡبُهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَٰلِغُ أَمۡرِهِۦۚ قَدۡ جَعَلَ ٱللَّهُ لِكُلِّ شَيۡءٖ قَدۡرٗا ٣

65-3 او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده

تفسیر

او له هغه لورې به روزي ورکوي چې پر زړه يې هم نه راګرځي، او په فکر کې يې هم نه وي، او څوک چې په خپلو چارو کې پر الله بروسه وکړي هغه ورته بسنه کوي، پرته له شکه الله د خپل امر نافذوونکی دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او نه څه ترې پاتې کيږي، او په رېښتيا الله د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده چې هغې ته به رسيږي، نو د سختۍ لپاره خپله اندازه ده او هوساينې لپاره خپله اندازه، چې يو يې هم د انسان لپاره تلپاتې نه وي.

ټول سورت الطلاق ولولئ

پوښتنې

Wa man yattaqillaha yaj'al lahu makhraja په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Wa man yattaqillaha yaj'al lahu makhraja په سورت الطلاق، 65:2-3 کې دی.