فَأۡتِيَاهُ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَلَا تُعَذِّبۡهُمۡۖ قَدۡ جِئۡنَٰكَ بِـَٔايَةٖ مِّن رَّبِّكَۖ وَٱلسَّلَٰمُ عَلَىٰ مَنِ ٱتَّبَعَ ٱلۡهُدَىٰٓ ٤٧
20-47 نو تاسو ده ته ورشئ، پس (ورته) ووايئ چې بېشكه مونږ ستا د رب رسولان یو، نو ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه، او ته دوى مه په عذابوه، په تحقیق مونږ تا ته ستا د رب له معجزې سره راغلي یو، او (له عذاب نه) سلامتي ده د هغه چا لپاره چې د هدایت پیروي وكړي
تفسیر
نو ورشئ تاسې دواړه هغه ته نو ورته ووایئ: یقینا مونږ رسولان (استازي) یو ستا د رب -ای فرعونه- نو ولېږه زمونږ سره بني اسرایېل، او دوی ته سزا مه ورکوه په وژلو د ځامنو د دوی، او په بې حیا کولو د زنانو د دوی، یقینا مونږ راغلي یو تا ته په دلېل سره ستا د رب له طرفه زمونږ په ریښتنولۍ، او سلامتي ده له عذاب د الله تعالی نه هغه چا ته چې ایمان یې راوړی، او د الله تعالی د هدایت پیروي یې کړې.