وَلَا تَنفَعُ ٱلشَّفَٰعَةُ عِندَهُۥٓ إِلَّا لِمَنۡ أَذِنَ لَهُۥۚ حَتَّىٰٓ إِذَا فُزِّعَ عَن قُلُوبِهِمۡ قَالُواْ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمۡۖ قَالُواْ ٱلۡحَقَّۖ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡكَبِيرُ ٢٣
34-23 او د هغه (الله) په نیز شفاعت نفع نه رسوي مګر د هغه چا لپاره چې هغه (الله) د هغه لپاره اجازت وركړي تر هغه پورې چې كله د دوى د زړونو نه وېره(هیبت) لرې كړى شي(نو) دوى وايي: ستاسو رب څه وفرمايل؟ هغوى به ووايي چې حق (يې وفرمایه) او هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى
تفسیر
او د هغه پاک ذات په وړاندې سپارښتنه ګټه نه رسوي مګر دا چې هغه اجازه ورته وکړي او الله د خپلې لويۍ له مخې د سپارښتنې اجازه يوازې هغه چاته کوي چې ورته خوښه يې شي او د هغه له لويۍ دا هم دي چې کله په آسمان کې خبره وکړي پرېښتې د هغه وينا ته د عاجزۍ په ډول خپل وزرونه وهي، تر دې چې کله يې له زړونو وېره لېرې شي نو پرېښتې جبرئيل ته وايي: پالونکي مو څه وويل؟ جبرئيل وايي: حق يې وويل او هغه د ذات په اعتبار او دغلبې په اعتبار لوړ دی، داسې لوی دی چې هر شی دهغه څخه کښته دي.