Huwallahul-ladhi

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۖ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۖ هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ ٢٢

59-22 دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

تفسیر

الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هر څه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.

هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِي لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡقُدُّوسُ ٱلسَّلَٰمُ ٱلۡمُؤۡمِنُ ٱلۡمُهَيۡمِنُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡجَبَّارُ ٱلۡمُتَكَبِّرُۚ سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ٢٣

59-23 دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي

تفسیر

الله همغه دی چې له هغه پرته په حقه معبود نشته، پر هغه څه پوه دی چې پټ دي او څه چې ښکاره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، د دنيا او آخرت رحمان او رحيم دی، رحمت يې ټولو کايناتو ته پراخه دی، پاچا دی، له هر نقص څخه پاک او سپېڅلی دی، له هر عيب څخه سالم دی، په څرګندو نښانو د خپلو رسولانو تصديقوونکی دی، د خپلو بندګانو د کړنو څارونکی دی داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلی، داسې زورور دی چې په خپل زور سره پر هرڅه ځواکمن شوی، د لويۍ څښتن دی، الله له هغه څه څخه پاک او سپېڅلی دی چې مشرکان کوم بوتان او داسې نور ورسره شريکوي.

هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡخَٰلِقُ ٱلۡبَارِئُ ٱلۡمُصَوِّرُۖ لَهُ ٱلۡأَسۡمَآءُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ٢٤

59-24 هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى

تفسیر

همغه الله پيداکوونکی دی چې هرڅه يې پيداکړي دي، د شيانو را منځته کوونکی دی، څنګه چې غواړي خپلو مخلوقاتو ته شکل ورکوونکی دی، هغه پاک ذات لره ښکلي نومونه دي چې پر لوړو صفتونو مشتمل دي، څه چې په اسمانونو کې او څه چې په ځمکه کې دي له هر نقص څخه يې پاکي بيانوي، داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل مخلوق، شريعت او اندازه د مخلوق خپل کې د حکمت والا دی.

ټول سورت الحشر ولولئ

پوښتنې

Huwallahul-ladhi په قرآن کریم کې چېرته دی؟

Huwallahul-ladhi په سورت الحشر، 59:22-24 کې دی.