انا لله وانا الیه راجعون

ژباړه: Pashto Translation - Abu Zakaria

وَلَنَبۡلُوَنَّكُم بِشَيۡءٖ مِّنَ ٱلۡخَوۡفِ وَٱلۡجُوعِ وَنَقۡصٖ مِّنَ ٱلۡأَمۡوَٰلِ وَٱلۡأَنفُسِ وَٱلثَّمَرَٰتِۗ وَبَشِّرِ ٱلصَّٰبِرِينَ ١٥٥

2-155 او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او ځانونو او مېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، او صبر كوونكو ته زېرى وركړه

تفسیر

او خامخا به مونږ په تاسې باندې رنګ رنګ ازمایښتونه کوو؛ لکه له دښمن څخه وېره، د ډوډۍ کموالی، د مالونو نشتوالی او پیداکول یې هم په ډیر مشقت سره، او کموالی په نفسونو کې د هغو مصیبتونو په وجه چې خلک تباه کوي، او یا د الله تعالی په لاره کې په شهادت سره او په کموالی د زمکی د میوو سره، نو -اې پیغمبره!- ته د دنیا او اخرت د خوشحالیو زیری هغه چاته ورکړه چی په دې مصیبتونو صبر کوي.

ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَٰبَتۡهُم مُّصِيبَةٞ قَالُوٓاْ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيۡهِ رَٰجِعُونَ ١٥٦

2-156 هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله یو او بېشكه مونږ خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو

تفسیر

او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.

أُوْلَٰٓئِكَ عَلَيۡهِمۡ صَلَوَٰتٞ مِّن رَّبِّهِمۡ وَرَحۡمَةٞۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُهۡتَدُونَ ١٥٧

2-157 دغه خلق، پر هم دوى باندې د خپل رب له جانبه عنایتونه دي او رحمت دى، او همدغه خلق هدایت موندونكي دي

تفسیر

د دغو صفتونو والا باندې الله تعالی په ملأ اعلی (د ملایکو په مجلس کې) ثنا وائي، او رحمت ورباندې نازلوي او خاص همدغه کسان د سمې لارې موندونکي دي.

ټول سورت البقرة ولولئ

پوښتنې

انا لله وانا الیه راجعون په قرآن کریم کې چېرته دی؟

انا لله وانا الیه راجعون په سورت البقرة، 2:155-157 کې دی.