۞ أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ بَدَّلُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ كُفۡرٗا وَأَحَلُّواْ قَوۡمَهُمۡ دَارَ ٱلۡبَوَارِ ٢٨
14-28 ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته وركوز كړ
تفسیر
بېشکه تا له قريشو د هغه کسانو حال وليدئ چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی کله يې چې د الله هغه انعام بدل کړ چې پر هغوی يې کړی و په حرم کې د ډاډ انعام او په هغوی کې د محمد صلی الله عليه وسلم د لېږل کېدو انعام دغه يې بدل کړل: د الله په نعمتونو په کفرکولو سره، کله يې چې هغه څه درواغ وګڼل چې هغه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی و، له قومونو يې هغه کسان چې په کفر کې يې د هغوی پيروي وکړه د تباهۍ کورته ورکوز کړل.