سورت هود، آیت 110

11:110

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ فَٱخۡتُلِفَ فِيهِۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةٞ سَبَقَتۡ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۚ وَإِنَّهُمۡ لَفِي شَكّٖ مِّنۡهُ مُرِيبٖ ١١٠

11-110 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

تفسیر

بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې د الله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې د حکمت له امله يې د قيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان د قرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شک کې دي.