ٱلنَّارُ يُعۡرَضُونَ عَلَيۡهَا غُدُوّٗا وَعَشِيّٗاۚ وَيَوۡمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ أَدۡخِلُوٓاْ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ أَشَدَّ ٱلۡعَذَابِ ٤٦
40-46 (د دوزخ) اور(چې دى) دوى هغه ته هر سبا او هر بېګاه وړاندې كاوه شي او په هغې ورځ كې چې قیامت قايم شي (نو ملايكو ته به وویل شي:) تاسو ال فرعون لره تر ټولو سخت عذاب ته ننباسئ
تفسیر
او د هغوی له مرګ وروسته به په قبرونو کې يې د ورځې په پيل او پای کې پر اور ور وړاندې کول کيږي او د قيامت په ورځ به وويل شي: د فرعون پيروان ترټولو سخت او لوی عذاب ته ننباسئ ځکه هغوی د کفر، درواغ ګڼلو او د الله له لارې د منع کولو په حالت کې وو.