سورت غافر، آیت 40

40:40

مَنۡ عَمِلَ سَيِّئَةٗ فَلَا يُجۡزَىٰٓ إِلَّا مِثۡلَهَاۖ وَمَنۡ عَمِلَ صَٰلِحٗا مِّن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ يُرۡزَقُونَ فِيهَا بِغَيۡرِ حِسَابٖ ٤٠

40-40 هر څوك چې بد كار وكړي، نو ده ته به بدله نه وركولى شي مګر په مثل د دغه (بد كار) او هر څوك چې نېك عمل وكړي، سړى وي، يا ښځه،په داسې حال كې چې مومن وي، نو دغه كسان به جنت ته داخلېږي، دوى ته به په دغه (جنت) كې بې حسابه رزق وركول كېږي

تفسیر

چاچې کوم ناوړه کار وکړ، هيڅکله به يې تر کړي عمل زياته سزا ورنه کړل شي اوپه سزا کې به يې زياتوالی را نه شي او چاچې د الله لپاره ښه کار وکړ، نارينه وي او که ښځينه خو چې پر الله او رسولانو يې ايمان ولري، نو همدغه د ښو صفتونو لرونکي به د قيامت په ورځ جنت ته ننوځي، او الله به پرته له حسابه هلته اېښودل شوې هغه مېوې او پېرزوينې په روزۍ ورکړي چې نه ختمېدونکې دي.