سورت غافر، آیت 31

40:31

مِثۡلَ دَأۡبِ قَوۡمِ نُوحٖ وَعَادٖ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡۚ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلۡمٗا لِّلۡعِبَادِ ٣١

40-31 د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي

تفسیر

لکه د هغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، د نوح د قوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی د خپل کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې د هغوی د ګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي.