وَيَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ يَوۡمَ ٱلتَّنَادِ ٣٢
40-32 او اى زما قومه! زه په تاسو یو بل ته د چيغو وهلو له ورځې نه وېرېږم
تفسیر
او ای زما قومه! زه پر تاسو د قيامت له ورځې ډارېږم، هغه ورځ چې ځينې خلک به ځينې نور د خپلوۍ او مرتبې له امله رابولي په دې ګومان چې دغه لار هغوی ته په دغه وېروونکي ځای کې ګټه رسوي.