سورت غافر، آیت 30

40:30

وَقَالَ ٱلَّذِيٓ ءَامَنَ يَٰقَوۡمِ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُم مِّثۡلَ يَوۡمِ ٱلۡأَحۡزَابِ ٣٠

40-30 او هغه كس وویل چې ایمان يې راوړى و: اى زما قومه! بېشكه زه په تاسو د (تېرو) ډلو د ورځې له مثل نه وېرېږم

تفسیر

او هغه کس چې ايمان يې راوړی قوم ته يې د نصيحت کوونکي په توګه وويل: که موسی مو په ظلم او تيري ووژلو زه پرتاسو د داسې عذاب له راتلو وېرېږم لکه پر هغو خلکو چې راغلی و چې د خپلو پخوانيو رسولانو پر خلاف ډلې ډلې شوي وو، نو الله هغوی تباه کړل.