سورت غافر، آیت 15

40:15

رَفِيعُ ٱلدَّرَجَٰتِ ذُو ٱلۡعَرۡشِ يُلۡقِي ٱلرُّوحَ مِنۡ أَمۡرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ لِيُنذِرَ يَوۡمَ ٱلتَّلَاقِ ١٥

40-15 (دغه الله) د اوچتو درجو والا (د درجو اوچتونكى) دى، د عرش مالك دى، په خپلو بنده ګانو كې په چا چې وغواړي، په خپل حكم سره وحي نازلوي، د دې لپاره چې دغه(بنده خلقو لره) د ملاقات له ورځې نه ووېروي

تفسیر

هغه د دې وړ دی چې په را بلنه او پيروۍ کې يوازې کړل شي،هغه د اوچتو درجو والا ذات دی، په تمامه معنی جدا دی د ټول مخلوق څخه او هغه د لوی عرش پالونکی دی، له بندګانو يې چې چاته وغواړي وحي پرې رانازلوي، ترڅو هغوی په خپله هم ژوندي شي او نور هم را ژوندي کړي او د قيامت له هغې ورځې خلک ووېروي چې لومړني او وروستني به پکې سره مخامخ کيږي.