سورت غافر، آیت 14

40:14

فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ ١٤

40-14 نو تاسو الله بلئ، په داسې حال كې چې همده ته د دین خالص كوونكي یئ اګر كه كافران يې بد ګڼي

تفسیر

الله رابلئ ای مومنانو په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص هغه لره په طاعت او بلنه کې نه مشرکان، اګر که دا رنګه کیدل ستاسې کافران بد ګڼي او غسه کو هغوی لره