سورت فاطر، آیت 34

35:34

وَقَالُواْ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِيٓ أَذۡهَبَ عَنَّا ٱلۡحَزَنَۖ إِنَّ رَبَّنَا لَغَفُورٞ شَكُورٌ ٣٤

35-34 او دوى به ووايي: ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې زمونږ نه يې غم (خفګان) ختم كړ، بېشكه زمونږ رب خامخا ډېر بخښونكى، بې حده قدردان دى

تفسیر

او هغوی به جنت ته له ننوتلو وروسته وايي: ټولې ستاينې دکمال هغه الله لره دي چې له موږ يې خپګان لېرې کړ، د هغه څه له امله چې موږ يې اور ته له ننوتلو ډارېدلو، بېشکه زموږ پالونکی له خپلو بندګانو د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، د هغوی د پيروۍ منونکی دی.