جَنَّٰتُ عَدۡنٖ يَدۡخُلُونَهَا يُحَلَّوۡنَ فِيهَا مِنۡ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٖ وَلُؤۡلُؤٗاۖ وَلِبَاسُهُمۡ فِيهَا حَرِيرٞ ٣٣
35-33 د تل استوګنې جنتونه دي، دوى به دغو ته ننوځي، دوى به په دغو (جنتونو) كې د سرو زرو په بنګړو سره او په ملغلرو سره زیور دار (اراسته) كولى شي او د دوى جامې به په دغو (جنتونو) كې ورېښم وي
تفسیر
داسې د اوسېدو جنتونه دي چې دغه غوره کړل شوي به ورننوځي، په هغو کې به ملغلرې او د سرو زرو لاس بند اغوندي، او جامې به يې د ورېښمو وي.