إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتۡلُونَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ يَرۡجُونَ تِجَٰرَةٗ لَّن تَبُورَ ٢٩
35-29 بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي
تفسیر
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.