سورت فاطر، آیت 28

35:28

وَمِنَ ٱلنَّاسِ وَٱلدَّوَآبِّ وَٱلۡأَنۡعَٰمِ مُخۡتَلِفٌ أَلۡوَٰنُهُۥ كَذَٰلِكَۗ إِنَّمَا يَخۡشَى ٱللَّهَ مِنۡ عِبَادِهِ ٱلۡعُلَمَٰٓؤُاْۗ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ٢٨

35-28 او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى

تفسیر

او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه د الله د مقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او د قدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي.