سورت فاطر، آیت 30

35:30

لِيُوَفِّيَهُمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ غَفُورٞ شَكُورٞ ٣٠

35-30 د دې لپاره چې (الله) دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او دوى ته له خپله فضله زیات وركړي، بېشكه چې دغه (الله) ډېر بخښونكى، ښه قدردان دى

تفسیر

تر څو الله د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي، او له خپل فضله لا زيات ورکړي، چې هغه د دې وړ دی، بېشکه هغه پاک ذات، پر دغو صفتونو د متصفو خلکو د ګناهونو بښونکی دی، د هغوی د ښو کړنو منونکی دی.