سورت الزخرف، آیت 17

43:17

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحۡمَٰنِ مَثَلٗا ظَلَّ وَجۡهُهُۥ مُسۡوَدّٗا وَهُوَ كَظِيمٌ ١٧

43-17 حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي

تفسیر

او کله چې له هغوی کوم يوه ته د هغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته د هغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې د هغو زيری ورکړل شي.