سورت الزخرف، آیت 16

43:16

أَمِ ٱتَّخَذَ مِمَّا يَخۡلُقُ بَنَاتٖ وَأَصۡفَىٰكُم بِٱلۡبَنِينَ ١٦

43-16 ایا (تاسو دا وایئ چې) هغه (الله) له هغه چا نه، چې دى يې پیدا كوي، د ځان لپاره لوڼه نیولي دي او تاسو يې په زامنو سره غوره كړي يئ

تفسیر

ای مشرکانو آيا تاسو دا وايئ: چې الله د ځان لپاره له مخلوقه لوڼې ونيولې، او تاسو يې له اولاده په زامنو ځانګړې کړي یاست؟! دا وېش څه ډول وېش دی چې تاسو يې ګومان کوئ؟!.