سورت التوبة، آیت 97

9:97

ٱلۡأَعۡرَابُ أَشَدُّ كُفۡرٗا وَنِفَاقٗا وَأَجۡدَرُ أَلَّا يَعۡلَمُواْ حُدُودَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ ٩٧

9-97 اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي د دې چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله پر خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى

تفسیر

د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.