وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٖ ٢٤
81-24 او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى
تفسیر
او ستاسو ملګری پر تاسو بخيل نه دی، چې د هغه څه په رسولو کې بخيلي وکړي چې د رسولو امر يې ورته شوی دی، او نه مزدوري اخلي لکه څنګه چې غيب ويونکي مزدوري اخلي.