سورت الشورى، آیت 39

42:39

وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَابَهُمُ ٱلۡبَغۡيُ هُمۡ يَنتَصِرُونَ ٣٩

42-39 او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى ( له هغو نه) انتقام اخلي

تفسیر

او هغه کسان چې ظلم پرې وشي د خپلو ځانونو د اکرام او درناوي په موخه غچ اخلي، کله چې ظالم د بښنې وړ نه وي، او دغه غچ اخېستنه حق دی، په ځانګړې ډول کله چې په بخښنه کې مصلحت هم نه وي.