سورت الشورى، آیت 27

42:27

۞ وَلَوۡ بَسَطَ ٱللَّهُ ٱلرِّزۡقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٖ مَّا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرُۢ بَصِيرٞ ٢٧

42-27 او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى

تفسیر

او که چېرې الله د خپلوټولو بندګانو لپاره روزي پراخه کړې وای، هرومرو به هغوی په ځمکه کې ظلم کړی وای، خو هغه پاک ذات چې چاته وغواړي په پراخه يا تنګه اندازه یې روزي را نازلوي، بېشکه د خپلوبندګانو پر حالاتو ښه خبر او ليدونکی دی، نو د حکمت له پلوه يې ورکوي او همداراز د حکمت له مخې يې منع کوي.