سورت الشعراء، آیت 223

26:223

يُلۡقُونَ ٱلسَّمۡعَ وَأَكۡثَرُهُمۡ كَٰذِبُونَ ٢٢٣

26-223 دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي

تفسیر

له پورته مجلسه شيطانان خبرې غلا کوي، بيا يې له کاهنانو(غيب ويونکو) خپلو دوستانو ته ور ښيي، او ډېری کاهنان درواغجن دي، که چېرې يوه کلمه رېښتيا وايي سل نورې درواغ ورسره جوړوي.