وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلۡغَاوُۥنَ ٢٢٤
26-224 او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي
تفسیر
او هغه شاعران چې تاسو دا ګومان کوئ چې محمد صلی الله عليه وسلم له هغوی څخه دی، د هغوی پيروي خو يوازې له سمې او نېغې لارې اوښتي خلک کوي؛ نو هغه شعرونه روايت کوي چې هغوی يې وايي.