سورت السجدة، آیت 27

32:27

أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ أَنَّا نَسُوقُ ٱلۡمَآءَ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡجُرُزِ فَنُخۡرِجُ بِهِۦ زَرۡعٗا تَأۡكُلُ مِنۡهُ أَنۡعَٰمُهُمۡ وَأَنفُسُهُمۡۚ أَفَلَا يُبۡصِرُونَ ٢٧

32-27 او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني

تفسیر

آیا دا د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي نه ویني چې مونږ د باران اوبه وچې ځمکې ته لېږو چې ګیاه نلري، نو راوباسو په دې اوبو سره ګیاوې چې د دوی اوښان او غوایان او پسونه ترې خوري، او دوی هم ترې خوري؟! آیا دوی دا نه ویني، او نه پوهېږي چې هغه چا چې وچه زمکه شنه کړه د مړو په ژوندي کولو واکمن دی؟!.