فَإِنَّكَ لَا تُسۡمِعُ ٱلۡمَوۡتَىٰ وَلَا تُسۡمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوۡاْ مُدۡبِرِينَ ٥٢
30-52 نو بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او نه ته كڼو ته بلنه اورولى شې، كله چې هغوى مخ واړوي، په داسې حال كې چې شا كوونكي وي
تفسیر
لکه څرنګه چې ته مړو ته اورول نشې کولی او نه کوڼ ته اورول کولی شې، په داسې حال چې دوی در څخه لرې وي چې نور هم د دوی نه اورېدل ټینګ شي، نو همدا راز ته لارښوونه نشې کولای هغه چا ته چې د دوی په څېر وي په مخ اړولو او ګټه نه پورته کولو کې.