وَمَآ ءَاتَيۡتُم مِّن رِّبٗا لِّيَرۡبُوَاْ فِيٓ أَمۡوَٰلِ ٱلنَّاسِ فَلَا يَرۡبُواْ عِندَ ٱللَّهِۖ وَمَآ ءَاتَيۡتُم مِّن زَكَوٰةٖ تُرِيدُونَ وَجۡهَ ٱللَّهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُضۡعِفُونَ ٣٩
30-39 او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ،نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي
تفسیر
او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي، او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي.