سورت الروم، آیت 25

30:25

وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦٓ أَن تَقُومَ ٱلسَّمَآءُ وَٱلۡأَرۡضُ بِأَمۡرِهِۦۚ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمۡ دَعۡوَةٗ مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ إِذَآ أَنتُمۡ تَخۡرُجُونَ ٢٥

30-25 او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ

تفسیر

او د الله تعالی له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي يې دلالت کوي د غورځېدو پرته د آسمان، او نړېدو پرته د ځمکې ودرېدل دي، د الله په امر سره، بیا کله چې تاسي له ځمکې څخه د ملائکې په شپیلي کې پوکي کولو سره راوبلي نو تاسو به له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.