وَهُوَ ٱلَّذِي مَدَّ ٱلۡأَرۡضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِيَ وَأَنۡهَٰرٗاۖ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ جَعَلَ فِيهَا زَوۡجَيۡنِ ٱثۡنَيۡنِۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ ٣
13-3 او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه ايښي او نهرونه يې روان كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره يقينًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي
تفسیر
او هغه پاک ذات دی چې ځمکه يې غوړولې ده او په هغې کې يې ټينګ ولاړ غرونه پيداکړي دي، تر څو پر خلکو ونه خوځيږي، د اوبو ويالې يې پکې بهولې دي، تر څو خلک، څاروي يې، کښتونه يې او هر ډول مېوې يې پرې اوبه کړي، په هغو کې يې دوه ډوله لکه نارينه او ښځینه د څارويو ګرځولي دي، شپه يې ورځې ته ور اغوستې ده، چې له رڼا وروسته تياره ګرځېدلې ده، پرته له شکه په دغو يادو کې د هغو خلکو لپاره دلائل او برهانونه دي چې د الله په پيدايښت کې فکر کوي او غور پکې کوي؛ نو همغوی دي چې له دلائلو او برهانونو ګټه پورته کوي.