سورت النساء، آیت 83

4:83

وَإِذَا جَآءَهُمۡ أَمۡرٞ مِّنَ ٱلۡأَمۡنِ أَوِ ٱلۡخَوۡفِ أَذَاعُواْ بِهِۦۖ وَلَوۡ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُوْلِي ٱلۡأَمۡرِ مِنۡهُمۡ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسۡتَنۢبِطُونَهُۥ مِنۡهُمۡۗ وَلَوۡلَا فَضۡلُ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ وَرَحۡمَتُهُۥ لَٱتَّبَعۡتُمُ ٱلشَّيۡطَٰنَ إِلَّا قَلِيلٗا ٨٣

4-83 او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه (خبره) نشر كړي او كه چېرې دوى هغه، خپل رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، نو تاسو به خامخا د شیطان تابعداري كړې وه مګر لږو خلقو (به نه وه كړې)

تفسیر

کله چې دغو منافقانو ته د مسلمانانو د امن، خوښۍ، يا وېرې او غم خبر راشی، هغوی يې افشا کوي او خپروي يې، که هغوی صبر کولای او امر يې رسول الله - صلی الله عليه وسلم -، د رايې، پوهې او نصحيت څښتنانو ته راجع کولای؛ نو د رايې او استنباط څښتنانو به درک کړې وای چې د خپرولو او پټولو په اړه يې څه کول په کار دي، که پر تاسو د الله پېرزوينه د اسلام له امله او د قرآن له امله نه وای اې مؤمنانو، چې له هغه څه يې ساتلي یاست پر کوم څه يې چې دغه منافقان اخته کړي دي؛ نو هرومرو به له تاسو له لږو پرته نورو د شيطان د وسوسو پيروي کړې وای.