سورت النساء، آیت 49

4:49

أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمۚ بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّي مَن يَشَآءُ وَلَا يُظۡلَمُونَ فَتِيلًا ٤٩

4-49 ایا تاسو هغه كسان نه دي كتلي چې د خپلو ځانونو تزكیه (ستاينه) كوي (داسې نه ده) بلكې الله پاكوي چا لره چې وغواړي، او پر دوى به د كجورې د نري تار په برابر هم ظلم ونه كړى شي

تفسیر

ایا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- په حال د هغو کسانو چې د خپل ځان او د خپلو کارونو ستاینه کوي؟ بلکه الله تعالی یوازي هغه ستاینه کوي چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو څخه او پاکوي هغوی لره؛ ځکه هغه پوهه دې د زړونو په رازونو، او کم به نه کړی شي د هغوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی او اګر که وي په اندازه د هغه تار چې د کجورې د هډوکي(زړي) په منځ کې دی.