سورت النساء، آیت 35

4:35

وَإِنۡ خِفۡتُمۡ شِقَاقَ بَيۡنِهِمَا فَٱبۡعَثُواْ حَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهِۦ وَحَكَمٗا مِّنۡ أَهۡلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصۡلَٰحٗا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيۡنَهُمَآۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرٗا ٣٥

4-35 او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حَكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى

تفسیر

او که چیرته ویریږئ تاسو -ای ولیانو د ښځې او خاوند- چې وبه رسیږي خلاف د دې دواړو تر منځ دښمنۍ او یو بل ته شاکولو ته، نو ولیږئ یو سړی منصف د خاوند د خپلوانو څخه، او یو سړی منصف د زنانه د خپلوانو څخه؛ د دې لپاره چې دا دواړه فیصله وکړي په کوم شي کې چې مصلحت وي د جدا والي نه او یا يوځای پاتې کیدلو نه، او د دواړو یوځای پاتی کیدل ښه دي او بهتر دي، نو که چیرته دې دواړو منصفانو فیصله کوونکو اراده وکړه د ښځې او خاوند د یوځای پاتی کیدلو او ښه طریقه یې غوره کړه نو الله تعالی به ښځې او خاوند دواړو لره توفیق ورکړي، او د هغوی تر منځ اختلاف به ختم شي، بیشکه الله تعالی باندې د خپلو بندګانو هیڅ شي پټ نشې پاتی کیدلی، او هغه ښه پوهه دی په پټو هغه شیانو چې دا بندګان یې په خپلو زړونو کې پټوي.