سورت النساء، آیت 169

4:169

إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٗا ١٦٩

4-169 مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

تفسیر

مګر (روانه وي به دوی) په هغه لار چې رسیدونکې ده جهنم ته تل به وي دوی په دې کې همیشه، او دی دا کار په الله تعالی باندې اسان، نو پس هغه لره نشې عاجز کولی هیڅ شي.