سورت النساء، آیت 168

4:168

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمۡ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغۡفِرَ لَهُمۡ وَلَا لِيَهۡدِيَهُمۡ طَرِيقًا ١٦٨

4-168 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي

تفسیر

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو، او ظلم یې کړی په خپلو ځانونو په پاتې کیدلو د هغې په کفر باندې، نه دی الله تعالی چې وبخي دوی ته څه چې دوی پکې دې د کفر څخه، او نه دی چې وروبه ښایې دوی ته داسې لار چې دوی دالله تعالی د عذاب څخه خلاص کړي.