سورت النساء، آیت 159

4:159

وَإِن مِّنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤۡمِنَنَّ بِهِۦ قَبۡلَ مَوۡتِهِۦۖ وَيَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا ١٥٩

4-159 او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي

تفسیر

او نشته هیڅ یو کس د اهل کتابو څخه مګر خامخا ایمان به راوړي په عیسی -علیه السلام- باندې وروسته د راښکته کیدلو د هغه نه په اخر وخت کې مخکې د هغه له مرګ څخه، او په ورځ د قیامت به وي عیسی -علیه السلام- ګواهي کوونکی د هغوی په عملونو؛ چې کوم د هغې نه د شرعې سره برابر وو او کوم د شرعې مخالف وو.