بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيۡهِۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمٗا ١٥٨
4-158 بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
تفسیر
بلکه خلاص کړی دی الله تعالی عیسی علیه السلام د دوی د چل څخه، او پورته کړی الله تعالی هغه خپل ځان ته په بدن او روح سره، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې، هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، حکمت والا دی په خپل تدبیر او قضا او شرع کې.