سورت النساء، آیت 160

4:160

فَبِظُلۡمٖ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمۡنَا عَلَيۡهِمۡ طَيِّبَٰتٍ أُحِلَّتۡ لَهُمۡ وَبِصَدِّهِمۡ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرٗا ١٦٠

4-160 نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه

تفسیر

نو په سبب د ظلم د یهودیانو مونږ حرام کړی وو په دوی باندې ځینې له پاکو خوراکونو څخه هغه چې حلال وو د دوی لپاره، نو مونږ حرام کړل په دوی باندې هر یو نوک لرونکی (ځناور)، او له غوایانو او ګډو(میږو) څخه مو حرامې کړلې په دوی باندې وازدې د هغې مګر هغه وازده چې بار کړي وي شاګانو د دی څارویو، او په سبب د بندولو د دوی خپل نفسونو لره او بندولو د دوی نورو خلکو لره د الله تعالی له لارې څخه، تر دې چې خیر ښېګڼې څخه مخنیوی کول د دوی خوی او خصلت وګرځیدل.