ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعٗا ١٣٩
4-139 هغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى
تفسیر
دا عذاب ځکه دی چې دوی نیولي وو کافرانو لره مددګاران او دوستان په غیر له مومنانو نه، او یقینا تعجب دی دې کار لره چې دوی یې ګرځولی چې دوستانه ورسره کوي، آیا دوی لټوي د دوی سره قوت او ساتنه د دې لپاره چې په دې باندې اوچت شي؛! نو پس قوت او ساتنه ټول خاص الله تعالی لره دي.