وَقَدۡ نَزَّلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أَنۡ إِذَا سَمِعۡتُمۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكۡفَرُ بِهَا وَيُسۡتَهۡزَأُ بِهَا فَلَا تَقۡعُدُواْ مَعَهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦٓ إِنَّكُمۡ إِذٗا مِّثۡلُهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡكَٰفِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ١٤٠
4-140 او یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه سِوا (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى
تفسیر
او په تحقیق سره رالیږلي و الله تعالی په تاسو -ای مومنانو- په قران کریم کې دا چې کله تاسو کینئ په یو مجلس کې او واورئ په دې کې د هغه چا خبرې چې کفر کوي په الله تعالی او د هغه په آیتونو مسخرې کوي؛ نو پس واجب دې په تاسو باندې پریښودل د کیناستلو د هغوی سره او ګرځیدل د هغوی د مجلسونو څخه، تر دې چې خبرې وکړي نورې خبرې پرته د کفر کولو نه د الله تعالی په آیتونو او د مسخره کولو نه په هغې باندې، تاسو که په دغه وخت کې ورسره کیناستئ په حالت د کفر کولو په آیتونو د الله تعالی او په حالت د مسخرو کولو په هغې باندې وروسته د اوریدلو ستاسو نه هغې لره نو تاسو به هم د هغوی په شان شئ په خلاف کولو کې د حکم د الله تعالی؛ ځکه چې تاسو د الله تعالی نافرمانې کړې په کیناستلو ستاسو لکه څرنګه چې هغوی په کفر کولو سره د الله تعالی نافرماني کړې ده، بیشکه الله تعالی به خامخا راجمع کړي منافقان هغه کسان چې اسلام ښکاره کوي او کفر پټوي د کافرانو سره په اور د جهنم کې د قیامت په ورځ.