سورت النساء، آیت 119

4:119

وَلَأُضِلَّنَّهُمۡ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمۡ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلۡقَ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيۡطَٰنَ وَلِيّٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدۡ خَسِرَ خُسۡرَانٗا مُّبِينٗا ١١٩

4-119 او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به هغوى خامخا لازمًا په ارزوګانو كې اچوم او زه به هغوى ته خامخا لازمًا حكم كوم، بیا به يقيناً هغوى د څارویو غوږونه څیروي او زه به ضرور هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل

تفسیر

او خامخا به زه بندوم دوی ستا له نیغې لارې څخه، او خامخا اچوم به دوی ته ارزوګانې په دروغجنو وعدو سره هغه چې دوی ته خپله ګمراهې خایسته کوي، او خامخا امر به کوم دوی ته په غوڅولو د غوږونو د څارویو لپاره د حرامولو د هغه څه چې الله تعالی حلال کړي، او خامخا زه به امر کوم دوی ته په بدلولو د پیدايښت د الله تعالی او د هغه په فطرت (دین)، او هر هغه څوک چې ونیسې شیطان لره په دوستۍ چې دوستي ورسره کوي او تابعداري يې کوي نو یقینا تاوان یې وکړ په تاوان ښکاره سره له وجې د دوستۍ کولو نه د رټلي شوي شیطان سره.