لَّعَنَهُ ٱللَّهُۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنۡ عِبَادِكَ نَصِيبٗا مَّفۡرُوضٗا ١١٨
4-118 الله پر هغه لعنت كړى دى او هغه (شیطان) وویل: زه به خامخا لازمًا ستا په بنده ګانو كې یوه مقرره برخه راګېروم
تفسیر
او له همدې امله الله تعالی دا له خپل رحمت څخه شړلی. او ویلي دي دې شیطان خپل رب ته په قسم سره: چې خامخا زه به ګرځوم د خپل ځان لپاره ستا د بندګانو څخه یوه برخه معلومه چې د حق څخه به یې اړوم.