سورت النساء، آیت 109

4:109

هَٰٓأَنتُمۡ هَٰٓؤُلَآءِ جَٰدَلۡتُمۡ عَنۡهُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا فَمَن يُجَٰدِلُ ٱللَّهَ عَنۡهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيۡهِمۡ وَكِيلٗا ١٠٩

4-109 واورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟

تفسیر

واورئ خبردار شئ -ای هغو کسانو چې تاسو د هغه چا غم کوئ چې جرمونه کوي- تاسو د هغوی نه جګړه کوئ په دنیا کې د دې لپاره چې د هغوی بې ګناهي ثابته کړئ، او د هغوی څخه سزا دفع کړئ، نو څوک دی هغه کس چې د الله تعالی سره به جګړه وکړي د دوی نه د قیامت په ورځ او حال دا چې پوهه شوی د دوی د حال په حقیقت باندې؟! او څوک دی هغه کس چې ذمه وار به وي په دوی باندې په دغه ورځ کې؟! بی شکه چې هیڅ څوک دا کار نشی کولی.