وَإِذَا ضَرَبۡتُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَلَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَقۡصُرُواْ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنۡ خِفۡتُمۡ أَن يَفۡتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْۚ إِنَّ ٱلۡكَٰفِرِينَ كَانُواْ لَكُمۡ عَدُوّٗا مُّبِينٗا ١٠١
4-101 او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه دغهكافران له شروع نه ستاسو ښكاره دښمنان دي
تفسیر
او کله چې په ځمکه کې سفر کوئ؛ نو پر تاسې کومه ګناه نشته چې څلور رکعتي لمونځ دوه رکعتونو ته قصر کړئ، که مو د کافرانو له چل رسېدو څخه وېره لرله، بېشکه د کافرانو دښمني ستاسو لپاره ډېره څرګنده او ښکاره ده، او په صحيح سنتو سره د امن په حالت کې هم د سفر پر مهال د قصر رواوالی ثابت دی.